IQNA

 د مکې په میوزیم کې د نفیس قرآن د  لوحې ننداره

13:47 - April 16, 2026
د خبر لمبر: 3492672
ایکنا- د یوه هغه قرآنی لوحې ننداره چې په ټایل باندې جوړه شوې ده ،  او د قرآن آیتونه په  ډيرې ښکلا سره پرې ثبت شوي دي،  دمکې د قرآن په نندارتون کې ئې  د لیدونکو توجه جلب کړې ده.

یکنانیوز دعربستان خبری آژانس له قوله راپور راکړ،  د  حرا په کلتوری سیمې کې  د مکې قرآن میوزیم   د اسلامی هنر یوه تر ټولو نادره خزانه نندارې ته وړاندې کړې ده؛ په دغه میوزیم کې  په ټایل جوره شوي یوه بې ساري لوحه    د قرآن کریم لومړني آیتونه پرې انځور شوي دي، په دغه شاهکار  کې  د  په ډير ښکلي هنر سره  او په ډير ظرافت سره  د اسلامی خوشخطئ ځلا وړاندې شوې ده.

 دغه سرامیکي لوحه  د قرآن له یوې نفیسې خطي نسخې څخه چې  د په  اولسمې میلادي پیړئ کې  یا  په یولمسې قمری پیړئ کئې  د مصطفی ذوالفقار  په وسیله  کتاب شوې ، الهام  اخستی دی.  د قرآن  لومړني آیتونه ، پر ټایل باندې دداسې هیک شوي دي چې  د مختلفو  هنرونون  له لارې ئې د قرآن کریم  له مستند جوړونو سره  تاریخی ګروهنه او هنري خلاقیّت څخه  یو روښانه انعکاس بریښوي.  

 ددغې خطی نسخې  نمایش   په مختلفو وختونو کې لیدونکو  ته د قرآنی  خوشخطئ  د بشپړتیا ورمعرفي کول او د اسلامی میراث  د  رابرسیره کولو لپاره د قرآن میوزیم  دهڅو یوه برخه  روښانه کوي.

 دغه ډول نندارتون  د اسلامی هنرونو  د تمدني اړخ نمایش   او د کلتوري پوهیدا له زیاتولو سره مرسته کوي، داسې هنرونه  چې  نه یوازې  ښکلا ئې نه محدودیږي ، بلکې  کلتوري او معنوي ژورې معناوې ئې هم درلودلي دي او  له خپل مقدس کتاب سره  د مسلمانانو د ارتباط منعکس کونکی  دی.  

https://iqna.ir/fa/news/4346216

captcha